کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکوي، چې په بلخ او کندهار ولایتونو کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت د لابراتوارونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر، الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، نن د دوو مهمو پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل، چې موخه یې په بلخ او کندهار ولایتونو کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت ارزونې لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړول دي.
یاد لابراتوارونه به د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې فعالیت وکړي، چې له لارې به یې د درملو او نورو روغتیایي محصولاتو د کیفیت کنټرول، ازموینه، څېړنه او ارزونه په مسلکي او معیاري ډول ترسره شي. دغه اقدام به د هېواد د روغتیایي خدماتو په کیفیت کې د پام وړ بدلون او پرمختګ راولي.
د دواړو لابراتوارونو د جوړېدو تړونونه له "کوهکن" ساختماني شرکت سره لاسلیک شوي دي. د پروژې ټولیز لګښت له ۱۸۸ میلیونه افغانیو ډېر اټکل شوی، چې تمه ده د ۵۴۰ ورځو په موده کې بشپړه شي. د کار پیل له ۱۴۰۴/۰۵/۰۸ نېټې څخه دی او د بشپړېدو وروستۍ نېټه یې ۱۴۰۵/۱۱/۰۱ ټاکل شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر، مولوي نجیبالله حیات حقاني، یاد تړونونه د هېواد د روغتیایي بنسټونو د پیاوړتیا په لور یو مهم او اغېزناک ګام وباله. نوموړي څرګنده کړه چې د دې پروژو له پلي کېدو سره به د درملو او روغتیایي توکو کیفیت لا ښه تضمین شي، او دا به د خلکو د عامې روغتیا په خوندیتوب کې مهم رول ولوبوي.