slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

له دې وزارته پولیس راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راځي چې کابل کې د قطر دولت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور له وزیر شیخ شیراحمد حقاني سره وکتل.

دواړو لوریو د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو پروګرامونو د پراختیا پر موضوعاتو مفصل بحث وکړ.

د قطر د سفارت استازي د لیدنې په پیل کې د وزیر حقاني د نوې دندې مبارکي وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژور کلتوري او تاریخي اړیکو یادونه یې وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ چې قطر به د فرهنګي همکاریو په دوام او پراختیا کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د قطر له دولت څخه د مرستو، په ځانګړي ډول د کونړ زلزله‌ځپلو له ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل چې کابل د قطر کلتوري همکارۍ د هرې طرحې هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه چې د فرهنګي تړونونو پلي کېدو او څارنې لپاره به یو ګډ کاري میکانیزم رامنځته شي، څو دواړه هېوادونه وکولای شي د فرهنګي تبادلې، ادبي فعالیتونو او تاریخي اثارو ساتنې په برخه کې همکاري نوره هم زیاته کړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې افغانستان او قطر به د فرهنګ، رسنیو او میراثي اثارو د ساتنې په برخو کې ګډ کار ته دوام ورکړي، څو د خلکو ترمنځ د تفاهم او متقابل درناوي فضا نوره هم پیاوړې شي.