په کندهار کې د یوه کانال د رغونې چارې پیل شوې.
د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوالي په قبات کلي کې د یوه کانال، استنادي دېوال، اته پلګوټو او د اوبو د دوو لویو او وړو کنټرولي دروازو د جوړولو پروژې چارې د ۲۹ میلیونه، ۱۸۲ زره ، ۸ سوه او ۱۲ افغانیو په لګښت پيل شوې.
نوموړی کانال د اووه کیلو متره استنادي دېوال د ۶۳ متره په اوږدوالي جوړیږي، چې چارې به یې د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د کانال د ویجاړېدو او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوی ترڅنګ په کرنه کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.
چارواکي وایي؛ په دې پروژه کې چې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې، چې چارې یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.