slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده نن په خپل کاري دفتر کې د غزني ولایت د ۱۸ ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل. د غزني ولایت ولسوالانو په دغه کتنه کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست ته د خپلو ولسوالیو ستونزې بیان کړې او ويې ویل چې په تېرو شلو کلونو کې غزني ولایت ډېر ځپل شوی او هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې، چې اوسېدونکي يې د سړکونو د خرابوالي او د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي. دوی له سرپرست وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د سړکونو د جوړولو او د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي. په ورته وخت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د يادو ولسوالانو ستونزې واورېدې او ویې ویل چې په تېرو شلو کلونو کې د غزني ولس ډېره قرباني ورکړې او دا د حکومت دنده ده ترڅو د دغه ولایت ولسونو ته خدمت وکړي. نوموړي يادو ولسوالانو ته ډاډ ورکړ، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپلو امکاناتو سره سم د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي. د يادونې وړ ده، چې د غزني ولايت ولسوالانو تر دې وړاندې د ماليې وزارت له سرپرست سره هم کتلي وو.