slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

له راستنيدونکو افغان کډوالو سره د مرستي په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله ) د خبرو مهم ټکي عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د پنجشنبې په ورځ د کابينې له غړو او علماؤ سره د پاکستان څخه د راستنيدونکو کډوالو پر موضوع غونډه وکړه، چې په ترڅ کې يې نوموړي هر اړخيزه وينا وړاندې کړه، چې د خبرو ځينې ټکي يې په لاندې ډول ودی. ۱ـ دا کډوال افغانستان ته را اړول او عمومي پر مسلمانانو عذابونه يوازي او يوازي د الله جل‌جلاله امتحانونه دي؛ نو موږ بايد پر دغو امتحاناتو استقامت وکړو، زغم يې ولرو او دا ښکاره خبره ده، چې الله جل‌جلاله پر هغو کسانو امتحانات راولي، چې ورته محبوب او ګران وي. پر افغانانو ډېر تکليفونه راغلل، پر دغو تکليفونو استقامت او صبر کول لويه کاميابي ده. ۲ـ عجبه ،خو لا داده او دا د الله جل‌جلاله يو حکمت دی، چې افغان کډوالو ته ستونزې د مسلمانانو له لاسه جوړيږي، چې يو مو مذهب دی، يو مو دين دی، يو مو اسلام دی او په يوه شريعت ږغ سره کوو. ۳ـ ما دا ملګرو ته وويل؛ چې چاته اخطار مه ورکوئ، هېچاته ږغ مه کوئ، بس دا مو خپل افغانان او خپل خلک دي، بس يوازې او يوازې د دغو افغانانو ښه استقبال وکړئ، داسې خدمت يې وکړئ، چې دغه افغانان په افغانستان کې په واقعي توګه د اسلام حوريت او آزادي حس کړي. داغه مو موقع ده، سختي مه ورسره کوئ، پام چې بد وضعيت ورسره ونکړئ، ټول په غيږ کې ټينګ ونيسئ. ۴ـ موږ تاسي ټول افغانان؛ که هغه تجار ، صنعت‌کار ، خان او که مسکين دی، دغسې مرسته له دې کډوالو سره وکړو، لکه د هرات له زلزله ځپلو سره چې مو مرسته وکړه. د کندهار يتيمانو پنځه ـ پنځه افغانۍ سره راټولي کړې او د هرات له زلزله ځپلو سره يې مرسته وکړه، تاسي هم همدغسي وکړئ. ۵ـ له پرديو څخه کومک مه غواړئ، حديت شريف کې راځي ،چې رسول اکرم ص هېڅکله د مشرکانو څخه کومک نه دی غوښتی.