slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت چارواکي وايي چې د روزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۱ زر او ۵۷۵ کیلوګرامه اومان کشف او په بشپړ ډول سوځول شوي دي.

د معلوماتو له مخې دغه عملیات د ارزګان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د مسؤلینو له‌خوا ترسره شوي، چې هدف یې د نشه‌يي موادو د تولید او قاچاق مخنیوی و. ورته مهال د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو په اتو ولایتونو کې ۴۹ تنه د نشه‌يي موادو روږدي کسان راټول کړي دي.

راټول شوي کسان په لغمان، پروان، بلخ، کاپیسا، بامیان، سمنګان، میدان وردګ او پکتیکا ولایتونو کې له بېلابېلو سیمو نیول شوي، چې د درملنې لپاره د دغو ولایتونو د غوښتنې د کموالي ریاستونو اړوندو روغتیایي مرکزونو ته سپارل شوي دي.

د راپور له مخې، یوازې په لغمان ولایت کې ۱۴ تنه روږدي راټول شوي چې د درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته د «امید» صحی کمپ ته لېږدول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، دغه عملیات د نشه‌يي موادو د له‌منځه وړلو، د روږدو کسانو د درملنې او د ټولنې د سالمولو په موخه دوام لري.