شمالي کوریا تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه توغندي توغولي
د جاپان ساحلي ګارد اعلان کړی، چې شمالي کوریا نن دوشنبې یو بل بالستیک توغندی سمندر ته توغولی دی. د جاپان دفاع وزارت دغه راز ویلي، چې دغه توغندی تر توغولو وروسته ۱۲ دقیقې حرکت کوي او هدف ولي. مخکې تر دې د جنوبي کوریا د ملي امنیت دفتر مرستیال کیم ته هم خبرداری ورکړی و، چې شمالي کوریا ممکن په راتلونکي کې دغه توغونې وکړي. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دویم ځل دی، چې شمالي دغه ډول توغونې کوي. پرون یک شنبې په ځايي وخت مازیګر مهال هم شمالي کوریا یو بل توغندی د ۴۰۰ کیلو مټره په فاصلې او ۵۰ کيلو مټره په لوړوالي د جاپان په طرف سمندر ته توغولی و. امریکا او په سیمه کې نورو ملګرو هېوادونو یې د شمالي کوریا دغه ګام غندلی دی.