slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال په لړم میاشت کې ټولټال ۱۸ زره او ۵۷۲ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو حضوري او غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، له دې شمېرې څخه ۱۳ زره او ۳۷۰ کسان حضوري مرکزونو ته مراجعه کړې وه، او ۵ زره او ۲۰۲ خدمتونه د غیرحضوري سیستم له لارې هغو افغانانو ته وړاندې شوي چې له هېواده بهر ژوند کوي.

د حضوري برخې د تفصیل له مخې، په کابل ښار کې:

  • ۱،۱۷۹ کسانو نوې کاغذي پېژندپاڼې ترلاسه کړي،

  • ۹۳۲ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشل شوې،

  • او ۱۱ زره او ۲۵۹ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د اصلاح خدمتونه ترسره شوي دي.

په غیرحضوري خدماتو کې بیا:

  • ۲،۱۳۸ کسانو نوې پېژندپاڼې ترلاسه کړي،

  • ۶۸۵ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې صادرې شوې،

  • او ۲،۳۷۹ نورو کسانو ته د اصلاح خدمات وړاندې شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د حضوري او آنلاین خدمتونو پراختیا به دوام ولري، څو افغانانو ته د پېژندپاڼو د ترلاسه کولو بهیر لا چټک او اسانه شي.