slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د کابل ښار پوهنې ریاست د دریمې تعلیمي حوزې اړوند رابعه بلخي عالي لېسه د لومړي ځل لپاره د حاضریو د ثبت بایوميټریک سیسټم په رسمي ډول فعال کړ. دا سیسټم د معارف د ملاتړ کوونکو په همکارۍ د ۸۲ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی او د ښوونځي د اداري کارکوونکو او زده کوونکو لپاره ځانګړی شوی دی.

د پرانیستې په مراسمو کې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د سرچینو او ادارې آمر برهان الله فضلي، د درېیمې ښوونیزې حوزې آمر مولوي حنیف الله شهیدي، د ښوونځي مسؤلین او د زده کوونکو والدین ګډون درلود.

قاري حقاني د پرانیستې پر مهال وویل چې دا نوښت به د حاضرۍ د ثبت پروسه دقیقه، چټکه او شفافه کړي او د زده کړو په کیفیت کې به مثبت بدلون راولي. نوموړي د ښوونځي د ادارې او زده کوونکو هڅې وستایلې.

برهان الله فضلي د دې سیسټم د اغېزمن کارونې او ساتنې په اړه سپارښتنې وکړې، او مولوي حنیف الله شهیدي د سیسټم د فعالیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

یاد سیسټم د ۵۰ تنو اداري کارکوونکو او ۵۰۰ تنو زده کوونکو د ثبت لپاره جوړ شوی او ځانګړتیا یې دا ده چې د زده کوونکي د نشتون په صورت کې به د هغوی کورنیو ته په اتومات ډول خبرتیاوې لېږي، څو د زده کوونکو د ګډون په اړه ډاډ ترلاسه شي.