slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مالیې وزارت د نفتي موادو د کیفیت  څارنې ریاست وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد له بېلابېلو ګمرکونو ۳۲۴ ټانکره بې‌کیفیته نفتی مواد مسترد شوي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د ملي معیارونو ادارې په همغږۍ سره دا اقدام د واردېدونکو موادو د کیفیت د ارزونې او د ټیټې کچې نفتو د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.

د مسترد شوو موادو له ډلې ۲۹۷ ټانکره ډیزل او ۲۳ ټانکره پېټرول د نیمروز له بندر، او ۴ ټانکره پټرول د حیرتان او شیرخان بندرونو له لارې بېرته ستانه شوي دي.

د مالیې وزارت ټینګار کوي، چې د هېواد ملي اقتصاد او  خلکو د خوندیتوب په موخه به د نفتو او نورو وارداتي موادو د کیفیت څارنه لا نوره هم پیاوړې کړي.