د کورنیو چارو وزارت سرپرست پکتيا کې د يوه جامع جومات پرانسته وکړه
دغه جومات چې د کورنیوچارو وزارت رهبرۍ په سپارښتنه او د یوه سوداګر ورور له لوري د پنځلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی، پر يو وخت د څلور سوه لمونځ کوونکو ظرفيت لري. د دې غونډې په پيل کې قومي مشر مولوي رحمت الله، خليفه صاحب ته د هرکلي ترڅنګ، د هېواد رغنيزو چارو په برخه کې د ښاغلي حقاني ھڅې و ستايلې او زياته يې کړه چې د هېواد آزادۍ په موخه د مبارزې له بريا وروسته د اسلامي امارت ټول مشران د هېواد رغونې او د قومونو ترمنځ يووالي رامنځته کېدو پياوړی هوډ لري. همداراز قومي مشر حاجې دلاور د یاد جومات جوړویدو په پار خوښې وښوده، او په وینا یې ولس د مسوولینو له لوري د آبادۍ له چارو خوښ دی او دغه لړۍ په بريا سره مخ پر وړاندې روانه ده. د پکتيا مرستيال والي شيخ انعام الله وويل: موږ د هېواد او هېوادوالو اړتیا احساسوو، د ولس د ستونزو هواري او د هېواد آبادي مو مسووليت ده. خلیفه صاحب دې غونډې ته په وينا کې د ولس او قومونو پر يووالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه، په داسې حال کې چې یرغلګرو سره د مبارزې پرمهال بهرنیو موږ ته د وطن ورانوونکو خطاب کاوو، خو اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د رغنيزو پروژو په پلې کېدو سره دا په ډاګه کړه چې امارت د هېواد ورانوونکی نه بلکې جوړوونکی دی. خليفه صاحب زياته کړه: د جهاد په برکت او ولس په ملاتړ د هېوادوالو او نورو اهل خیر مسلمانانو په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې رغنیزې چارې دوام لري. او په وینا یې امير المومنين صاحب د حج او اوقافو په ګډون يو شمېر وزارتونو ته لارښوونه کړې چې مسافرو او عامو هېوادوالو ته د آسانتيا رامنځته کېدو په موخه د لویو لارو او حلقوي سړکونو په اوږدو کې جوماتونه ورغوي. کورنیوچارو وزير زياته کړه: سره له دې چې لاهم يو شمېر لوري د اسلامي امارت په ارادې تور پورې کوي، خو تاريخ به ولس سره د اسلامي امارت رښتينولي او بې کچې مينه ثابته کړي. خليفه صاحب دا هم وویل: "مونږ خپله خوشحالي ملت ته ور بښلې، د يتيمانو په ليدو مو خوښي کډه و کړي، که مو دٙرنه قرباني ورکړه، خو د خدای تعالی په فضل سره مو د هېواد خپلوکي وګټله". ښاغلي حقاني همدا راز وويل چې موږ په لویو خبرو او ژمنو نه، بلکی پر دین د ننګې، نېک چلند او نرمۍ له کبله آمرين ټاکل شوي یوو. دغه راز ټينګار يې و کړ چې څومره متحد او منسجم و اوسو هومره به مو دښمنان مغلوب وي.