د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې په پنځو ولایتونو کې ۸۳ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو لخوا د هېواد په پنځو ولایتونو بلخ، فاریاب، لغمان، نخار او کنړ کې ۸۳ تنه روږدي، چې له ډلې يې ۱۶ تنه بلخ، ۷ تنه فاریاب، ۲۴ تنه لغمان، ۳۴ تنه کندز، ۲ تنه کنړ کې راټول او د درملنې په موخه روغتیایي کمپونو ته ور پیژندل شوي دي، په یادو راټول شویو روږدو کسانو کې ۲۴ تنه د لغمان ولایت له مختلفو سیمو څخه راټول شوي او د بستر لپاره پلازمینې کابل امید صحي کمپ ته معرفي شوي دي او ۳۴ تنه د تخار ولایت څخه راټول شوي او د درملنې په موخه د کندز ولایت د روږدو ۵۰۰ بستریز روغتون ته ور معرفي شوي دي.