slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل د واټ ترانسپورت تنظیم عمومي ریاست اړوند مسؤولینو د سالنګ په سیمه کې د یو ورځني چک‌پواینټ پر مهال د غیرقانوني وسایطو د مخنیوي، د کرايې د کنټرول او د ترانسپورتي اسنادو د څار په موخه پراخ عملیات وکړل.

په دغو عملیاتو کې د شمال تم ځای د تنظیم ترانسپورت آمر قاري یاسر، د مزار هډې عمومي مدیر عبدالباسط رحیمي، د پایتخت ترمینل عمومي مدیر قاري ننګیالی ساجد او د سرای شمالي عمومي مدیر امید ځدران له خپلو ټیمونو سره ګډون کړی و.

د چک‌پواینټ پر مهال د غیرقانوني او شخصي وسایطو فعالیتونه ودرول شول، د کرايې نرخونه وڅارل شول، د لویو مسافروړونکو وسایطو له لوري د “روک” پر مهال د مسافرو سپرلو مخنیوی وشو او د ترانسپورتي اسنادو او حق‌الخدمت پارچو څېړنه وشوه.

چارواکو وویل، په عملیاتو کې نږدې ۱۵ غیرقانوني وسایط ونیول شول او د یو شمېر نورو وسایطو اسناد د څېړنو لپاره قید شول. د هغوی په وینا، په ځینو وسایطو کې ناروغان سپاره وو چې د قانون له مخې ورته د موقتي تګ اجازه ورکړل شوه.

یاد عملیات د ولایت مقام په همغږۍ ترسره شول او د ورځې له پیله د شپې تر ناوخته، آن تر لسو بجو دوام وکړ. مسؤلین وایي، دغه ډول عملیات به په پرلپسې توګه ترسره کېږي تر څو د غیرقانوني وسایطو مخنیوی وشي او د مسافروړونکو وسایطو چارې منظمې شي.