افغانستان بانک؛ له دې وروسته به سوداګریز بانکونه د ټولګټو پروژو په تمویل کې ونډه واخلي.
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د سوداګریزو بانکونو د ونډې له لارې د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم رسماً لاسلیک شو.
یاد میکانیزم د اقتصادي کمېسیون د کاري طرزالعمل د دوهمې مادې د پنځمې فقرې پر بنسټ ترتیب شوی دی. د دې نوښت له مخې، سوداګریز بانکونه کولای شي د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې برخه واخلي.
د میکانیزم اساسي موخې د پانګونې قانوني اسانتیاوې برابرول، په کور دننه د سوداګریزو بانکونو لپاره د نوو پانګونو فرصتونه رامنځته کول، د خلکو لپاره د دندو ایجاد او اقتصادي وده پیاوړې کول ښودل شوي دي.
د دې میکانیزم له مخې، د مالیې وزارت له اړوندو سکټوري ادارو ټولګټې پروژې ترلاسه کوي او د هغوی مالي ماډلونه ترتیبوي. وروسته به افغانستان بانک د سوداګریزو بانکونو هڅونه کوي، څو د پروژو په تمویل او عملي کولو کې فعاله ونډه واخلي.
د افغانستان بانک په باور، د دې میکانیزم پلي کېدل به له یوې خوا د هېواد د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لامل شي، او له بلې خوا به د سوداګریزو بانکونو لپاره د نوو پانګونو دروازې پرانیزي.