slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

راپورونه وايي چې د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون ډېېر لاین سکاټلېنډ ته تللې، څو له د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د یوې ممکنه سوداګریزې هوکړې په تړاو خبرې وکړي.

سرچینې وایي چې دواړه لوري د یوې مهمې موافقې لاسلیک ته ډېر نږدې شوي دي. ټرمپ تر دې مخکې فون ډېېر لاین یوه «درناوي وړ مشره» بللې وه او څرګنده کړې یې وه، که هوکړه وشي نو دا به یې د ادارې تر ټولو مهمه سوداګریزه لاسته راوړنه وي.

همدارنګه، د امریکا او اروپايي اتحادیې یو شمېر نور لوړپوړي استازي هم سکاټلېنډ ته ورغلي، څو تخنیکي خبرې پرمخ یوسي.

دواړو لوریو خبرداری ورکړی، که موافقې ته و نه رسېږي، ښايي یو پر بل د وارداتي توکو مالیې (تعرفې) ولګوي.