slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د سرحدونو، قومونو او قابلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د پاکستان رژیم د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، موږ له چا سره جنګ نه غواړو او چاته ستونزې هم نه جوړوو.

 نوموړي زیاته کړې، زموږ د سیاست ژبه زده ده، خو د جنګ په ډګر کې مو بیا د تورې هنر هم زده دی.

ملا نورالله نوري ویلي، که خواجه اصف د پرمختللو اسلحو یادونه کوي نو یو ځل دې د افغانستان تاریخ وګوري.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان رژیم د دفاع وزیر رواني حالت ښه نه دی، مریض دی او خپل رواني حالت باید کابو کړي.

ملا نورالله نوري ویلي: « خواجه اصف دې دا نه هېروي، چې روسان او امریکایان له موږ څخه په ځمکني لحاظ ډېر لرې و، خو زما او ستا تړاو په سند او پنجاب کې دی او له یو بل سره نږدې یو، ته په خپله ټکنالوژۍ مه غره کېږه او د دې با شهامته او غیرتي ولس حوصلې مه ازمایه».

ښاغلي نوري دغه څرګندونې تېره ورځ په یوه ناسته کې کړې دي.

نوموړي خواجه اصف ته د پيغور په توګه وریاده کړې، چې د پاکستان تاریخ د هند او بنګله‌دېش پر وړاندې او د افغانستان تاریخ د امریکا، روسیې او بريتانیا پر وړاندې روښانه او معلوم دی.

دغه څرګندونې ښاغلي نوري داسې مهال کړي، چې پاکستاني ملیشې په دې وروستیو کې افغانستان پر وړاندې تونده ژبه کاروي او وخت ناوخت د افغانستان هوایي حریم نقضوي او پر ملکیانو بریدونه کوي.