slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال الحاج مولوي محمد طاهر مبارز په مشرۍ د اختر د ورځو لپاره د امنیتي تدابیرو مهمه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د نهه ګونو حوزو آمرین  د ۹۹۹ ځانګړې قطعې قومندان، دولایتي قطعې قومندان،امن عامه کنډک قومندان، رجال کنډک قومندان،شاهراه کنډک قومندان،کمربند ټولي قومندان؛قرارګاه ټولي قومندان؛د قطعې خاص قوماندان او یو شمېر نورو امنیتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

ناسته د دې لپاره ترسره شوه، چې د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې د امنیتي وضعیت ارزونه وشي، احتمالي ګواښونه تشخیص او شنډ شي، او د خلکو د هوساینې، نظم او د ټولنیز امنیت د خوندي ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیول شي. ګډونوالو له پېل سره سمدستي د ښار، جوماتونو، بازارونو، پارکونو او نورو عامه ځایونو د امنیت پر لا پیاوړتیا خبرې وکړې، او پرېکړه وشوه چې د دغو سیمو د امنیت خوندي کولو لپاره به ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای شي، څو خلک وکولای شي اختر په ارامه فضا کې ولمانځي.

همداراز، د ګرځنده ګزمو، تلاشۍ پوستو او د مهمو تګلارو د امنیتي کمربندونو د لا پیاوړتیا په اړه مشخص پلانونه وټاکل شول. غونډې ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه به په خورا چمتووالي سره فعالیت کوي، او د هر ډول بې نظمۍ، ناوړه پېښو او احتمالي خطرونو مخنیوی به کوي.

د استخباراتي څانګو مسؤلینو ته هم جدي لارښوونې وشوې چې د مشکوکو افرادو او حرکتونو د څارنې لپاره باید هر اړخیزه استخباراتي ارزونه وکړي، او له هراړخیزو شواهدو سره سم، امنیتي ځواکونو ته د چټکو اقداماتو زمینه برابره کړي.

د ۹۹۹ ځانګړې قطعې، قطعې خاص او نورو امنیتي ارګانونو د چټک غبرګون لپاره مشخصې ډلې وټاکل شوې، ترڅو د اختر په ورځو کې د هر ډول پېښو پر وړاندې ژر او قاطع اقدام وکړي.

د غونډې په پای کې ټولو مسؤلینو ټینګار وکړ چې پولیس به د خلکو سره نېغه اړیکه او همکاري زیاتوي، او د اختر مبارکې ورځې به د امن، خوښۍ او ډاډ په فضا کې تېرېږي. د ننګرهار امنیه قومانداني ژمنه کوي، چې د ولس د آرامۍ او سوکالۍ لپاره به شپه او ورځ هڅې کوي، او د اختر د ورځو امنیت به د یوه منظم او قوي پلان له مخې خوندي ساتي.