پکتیا کې د مخابراتي شبکو تر څلوېښتو نوي سایټونه جوړېږي.
د پکتيا ولايت وياند محمد رسول احمدي وايي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ چارسمبال وزير مولوي نجيب اللّٰه حقاني، دې ولايت ته د مخابراتي خدمتونو د ارزونې او پراختيا په موخه د سفر په ترڅ کې، د ۴۸ نويو مخابراتي سايټونو جوړول منظور کړل.
احمدي زياته کړې چې د منظور شوو سایټونو چارو د بشپړېدو سره به په پکتيا کې د لرو پرتو سیمو، د مخابراتي شبکو خدمتونه لا نور هم پراخه شي.
#پولیس_راډیو-لنډ-خبرونه