slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې نوي ځانګړي استازي ژیل برتران د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه. 

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ښاغلي برتران په دې لیدنه کې د ثبات د تامین، سراسري امنیت او د اقتصادي پرمختګ برخه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې او دغه راز د میلیونونو راستنېدونکو کډوالو منل وستایل.

نوموړي اقتصادي په ځانګړې توګه د هېواد خصوصي سکټور برخې ته د اروپایي ټولنې ځانګړې پاملرنې ته په اشاره په افغانستان کې د لویو شرکتونو د پانګونې د جذب لپاره د دوه اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورته مهال مولوي امیرخان متقي د تېرو څلورو کلونو پرمهال د سترو اقتصادي پروژو پیل ته په اشاره د افغانستان د پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د مثبتو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د دغه ډول همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.