عبدالقهار بلخي په کشمیر کې پر سیلانیانو شوي برید ته په غبرګون کې ویلي؛ دا ډول پېښې د سیمې امنیت او ثبات ګواښي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په هند کې پر سیلانیانو برید د سیمهییز امنیت لپاره ګواښونکی بللی.
ښاغلي بلخي پر اېکسپاڼه په دې اړه اعلامیه خپره کړې، چې پکې راغلي: "د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په جمو او کشمیر کې پر سیلانیانو شوی برید غندي او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي."
په اعلامیه کې زیاته شوې، "دا ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي." د هندي کشمیر اړونده د پهلګام په سیمه کې پر ګرځندویانو ډزې وشوې، چې ګڼو ګرځندویانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. دې پېښې د نړۍ په کچه د نا امنۍ پر وړاندې غبرګونونه پارولي، چې په دې لړ کې اسلامي امارت هم د پېښې له قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې. د دې برید پړه تر اوسه په سیمه کې کومې ډلې نه دی منلی. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي چې د دې پېښې عاملین دې د محکمې مېز ته راکاږل شي.