slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د میااسلم پلازې په سیمه کې د یوه هوټل پر چت د برېښنا د شارټي له امله اور لګېدلی و، چې له رارسېدلو راپور سره سم د اطفایې مدیریت منسوبین پر وخت سیمې ته رسېدلي او د عامو خلکو په همکارۍ یې اور مهار کړی.

یاده  پېښه انساني تلفات نه لري، شاوخوا لس زره افغانۍ مالي زیان او دوه میلیونه افغانیو ارزښت لرونکې شتمني ژغورل شوې ده.

د ننګرهار اطفایې مدیریت د راتلونکي لپاره د هر ډول اورلګېدنې پر وړاندې پوره چمتووالی لري، او له ولس څخه غوښتنه کوي چې د برېښنایي وسایلو او اورلګیدونکو توکو په کارولو کې لازم احتیاط وکړي.