کور او ښار جوړوو وزارت وايي؛ هرات کې یې د صنعتي ښارګوټي سړک قیر چارو د دویمې مرحلې څارنه کړې
هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د صنعتي ښارګوټي د دویمې مرحلې د سړک له قیر چارو څخه څارنه وکړه.
د یاد ریاست رئیس انجنیر عبدالله اکبري وویل، دا څارنه د هرات ښاروالۍ د وړاندیز او د ولایت مقام د حکم له مخې ترسره شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د سړک قیر چارې د "سب بېس" په پړاو کې روانې دي.
انجنیر اکبري څرګنده کړه، چې د پروژې ناظرینو په حضور کې اړین تخنیکي ټسټونه ترسره شول، او د بېس کورس موادو نمونه د میکس ډیزاین د ازموینې لپاره لابراتوار ته لېږل شوې ده.
هغه همداراز وویل، چې د شرکت اجرائیوي ټیم ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، څو د پروژې په ټولو برخو کې د کار کوونکو د خوندیتوب تدابیر په جدي ډول رعایت شي، او ټولې چارې د BOQ او تخنیکي معیارونو سره سم پرمخ ولاړې شي.
د کور او ښار جوړولو ریاست دغه څارنه د ښاري پرمختګ، معیاري تطبیق او د ساختماني پروژو د شفافیت په موخه دوام لري.