په څلورو ولایتونو کې ۳۹ تنه روږدي له خپلو کورنیو سره یوځای شول
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو لخوا د هېواد په څلورو ولایتونو کندز، پروان، سمنګان او پکتیا کې ۳۹ تنه روږدي چې مخکې د یادو ولایتونو له مختلفو سیمو څخه را ټول شوي وو، له درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته په سالمه توګه وسپارل شول.