چين پر امريکا سايبريايي بريدونه ترسره کړي
د امريکا د استخباراتي شبکې يعنې اف. بي. ای. مشر کریستوفر رای سي. يوې تلويزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې چین په امریکا کې د مهمو فابریکو، برېښنا شبکو، د ګازو پایپ لاینونو او مخابراتي سېستمونو کې داسې الې ځای پرځای کړي، چې کولی شي په چټکۍ سره دغه ټول سېستمونه زیانمن او له مينځه يوسي.
له دې وړاندې هم ځينې اوازې خپرې شوې چې ګواکې چینایي هکرانو د امریکا پر ځینو ادارو سایبري بریدونه ترسره کړي دي.