والسټریټ ژورنال: ټرمپ غواړي د امریکا د دفاع وزارت نوم «د جګړې وزارت» ته واړوي.
دغه راپور چې د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) خپور شوی، پکې راغلي چې د دفاع وزارت د نوم بدلول کېدای شي د امریکا د کانګرس له لارې وشي، خو سپینه ماڼۍ د دې طرحې د پرمخ بیولو لپاره نورې لارې هم په پام کې نیولي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته، دا نظر څو ځلې وړاندې کړی دی.
نوموړي
د وږي پر درېیمه د «دفاع وزارت» تر جوړېدو مخکې جګړو ته په اشارې وویل، چې
امریکا په هغه دوره کې په ټولو جګړو کې بریالۍ وه او اوس د «جګړې وزارت»
نوم ته د بېرته ستنېدو وخت دی.
یوه پخواني امریکايي چارواکي په
همدې تړاو ویلي، چې پنتاګان د ټرمپ د دویمې دورې حکومتولۍ په لومړیو
اوونیو کې د دې وزارت د نوم د بدلولو لپاره د قانوني وړاندیزونو د چمتو
کولو بهیر پیل کړی و.
د وړاندیزونو له جملې څخه یو هم دا و، چې له
کانګرسه د ملي بېړنيو حالتونو په شرایطو کې د وزارت د پخواني نوم د بېرته
ستنېدو واک وغوښتل شي او په عین وخت کې د دې وزارت د تر ټولو لوړې څوکۍ
لپاره د «د جګړې وزیر» عنوان بیا راژوندی شي.
ټرمپ د دفاع وزارت د نوم په اړه د خپلې پرېکړې په اړه ویلي، چې د دې وزارت اوسنی نوم په کافي اندازه تهاجمي «تېری کوونکی» نه دی.
د امریکا دفاع وزیر هم د وږي پر څلورمه د خپل هېواد د کابینې په غونډه کې ویلي، چې د دې وزارت نوم «ډېر مناسب نه ښکاري