slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د زمري په ۲۵مه د روان ۱۴۰۴ مالي کال د چنګاښ میاشتې د فعالیتونو د تخنیکي ارزونې غونډه د حضوري او انلاین بڼو له لارې جوړه کړه. دغه ناسته د ګمرکونو د لوی رئیس، الحاج مولوي محمد حامد احمد، په مشرۍ ترسره شوه.

غونډه کې د قاچاقو د مخنیوي، د باقیاتو پر وخت تصفیې، د سوداګرو د ستونزو د حل او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه ولایتي مسؤلینو ته ځانګړې سپارښتنې وشوې.

د وړاندې شوي راپور له مخې، په چنګاښ میاشت کې د عوایدو راټولولو، د سوداګریزو محمولو د ثبت او څار، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او وزن په برخو کې پرمختګ شوی دی. د معلوماتو پر اساس، د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله د ګمرکونو فعالیتونه ۲،۴ سلنه زیات ښودل شوي دي.

غونډې ته د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه هم وړاندې شول، چې د رهبرۍ له لوري یې د حل ډاډ ورکړل شو.