افغانستان کې د جاپان د سفیر ماموریت پای ته ورسېد
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د خپلې دندې د پای ته رسېدو په مناسبت د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د مخه ښې لیدنه وکړه.
کورمایا په لیدنه کې وویل، چې د ده د ماموریت موده بشپړه شوې او پر ځای به یې کینیچي ماساموتو د جاپان نوی سفیر وټاکل شي. نوموړي د خپلې دورې پر مهال په افغانستان کې د امنیت او ثبات د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې پاتې مسایل به د مثبت تعامل او ډیالوګ له لارې حل شي.
امیرخان متقي د جاپان د سفیر د هڅو او د ماموریت د بریالي ترسره کولو قدرداني وکړه او د افغانستان او جاپان تر منځ تاریخي او مثبتو اړیکو ته په اشارې سره یې د جاپان له خوا د افغانانو د ملاتړ، په ځانګړي ډول له زلزلهځپلو سره د مرستو مننه وکړه.