slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو هغه تن نیولی، چې څو ورځې وړاندې یې د خپلې خور او زوم ژوند پای ته رسولی و.

یاده پېښه تېره پنج‌شنبه د شینوارو ولسوالۍ اړوند ۲۸مې ویالې په سیمه کې رامنځته شوې وه، چې لومړی پکې یو تن زوم د کورنۍ د شخړې له امله وژل شوی و، او ورپسې په دوربابا ولسوالۍ کې همدغه کس خپله خور هم په ډزو وژلې وه.

امنیتي او کشفي ځواکونو د پېښې له راپوره سملاسي پلټنې پیل کړې، او د شینوارو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د دقیق تعقیب په پایله کې یاد مظنون د مارکو بازار په سیمه کې لاس‌په‌لاس ونیوه.

نوموړی دا مهال د شینوارو امنیه قوماندانۍ د جنایي مدیریت تر تحقیق لاندې دی، او له بشپړو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي اورګانونو ته وسپارل شي.