د پنجشېر چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د امیرالمؤمنین (حفظهالله) د ۱۷م فرمان د تطبیق په اړه غونډه ترسره شوه.
د پنجشیر ولایت امنیه قوماندانۍ د اولې امنیتي حوزې مسؤل حافظ احمد ولي (اباسین) تر مشرۍ لاندې، د یادې حوزې په مقر کې غونډه ترسره شوه، چې پکې د حوزې اړوند ولسي مشرانو، علماؤ کرامو او نورو مخورو شخصیتونو ګډون کړی و.
په غونډه کې، د بېلابېلو مهمو ټولنیزو موضوعاتو ترڅنګ، د امیرالمؤمنین (حفظهالله) د ۱۷م فرمان د تطبیق په اړه مفصل بحث وشو. یاد فرمان د غیرشرعي رواجونو—لکه په ودونو، شیرینخوریو، مردهدارۍ او له حج څخه د راستنېدونکو لپاره د غیرشرعي مراسمو—د مخنیوي په موخه صادر شوی دی.
نوموړي ګډونوالو ته څرګنده کړه، چې د یاد فرمان پلي کول یو شرعي او ټولنیز ضرورت دی، او خلک باید د دې فرمان د تطبیق، ناسمو رواجونو د له منځه وړلو او ټولنیزې اصلاح په برخه کې خپل مسؤولیت ادا کړي.
د خبرپاڼې په حواله ګډونوالو د فرمان هرکلی وکړ او د بشپړې همکارۍ ژمنه یې وکړه.
هېره دې نه وي چې د یادو موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت د زعیم وروستۍ سپارښتنې په کور دننه او بهر د خلکو له خوا له تاوده هرکلي سره مخ شوې دي.