کنړ ولایت کې د درېيو پروژو چارې د ميليونونو افغانيو په ارزښت روانې دي
د ابو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويلي، د کنړ ولایت د غازي آباد، ناړۍ او چپې درې ولسوالیو کې د دوو تحکیماتي پروژو او وطلې کانال چارې د ۱۸ میلیونه، ۴۷۰ زره او ۳۵۳ افغانیو په لګښت روانې دي.
يادې پروژې ۴۴۰ متره اوږدوالی لري،چې پکې یو شمېر کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.