slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

همدا نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې، د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ په مرکزي بازار کې اورلګیدنه رامنځته شوې، چې له امله یې ګڼې هټۍ، دوکانونه او تجارتي واحدونه سوځېدلي دي. د پېښې له امله سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي، خو تر دې دمه د انساني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د برګمټال امنیتې سرتېري د پېښې ځای ته ژر رسېدلي او د سیمې له خلکو سره په ګډه یې د اور د مړ کولو هڅې پیل کړې. د اور د خپرېدو د مخنیوي لپاره بیړني تدابیر نیول شوي دي.

د اورلګیدنې د دقیق علت د معلومولو لپاره یو تخنیکي ټیم موظف شوی، او دا مهال پلټنې روانې دي. د نورستان امنیه قوماندان، مولوي اختر محمد مزمل، ویلي چې امنیتي تدابیر سخت شوي او د پېښې سیمه تر کلکې څارنې لاندې ده.

ښاغلي مزمل د خلکو د امنیت، عامه نظم او د پېښو د مدیریت په برخه کې د ژمن کار کولو ډاډ ورکړی دی، او ټینګار یې کړی چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره به اغېزمن ګامونه پورته شي.