slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د مرکزي زون څلورو ولايتونو ( کابل، پروان، کاپيسا او ميدان وردګ ) څخه د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د دې رياست په ۲ زره ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې د کيک جيتسو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

په دې سياليو کې به ۱۵۰ ورزشکاران د کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګورۍ او ۴۸ بېلابېلو وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړي، چې په پای کې به يې ۲۴ ورزشکاران د مرکزي زون کيک جيتسو ټاکل کېدونکې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دې سیالیو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې ورزشي سلاکار، قاري حيات الله رحماني، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی و.

د يادونې وړ ده، چې دا سیالۍ د مرکزي زون کيک جيتسو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.