تیر ۱۴۰۳ کال لغمان کې څه د پاسه یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۸ پروژې پلي شوي دي.
د لغمان مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل نن د یوکلنو فعالیتونو او لاسته راوړونو په معلوماتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې په تیر ۱۴۰۳ کال کې دغه ولایت کې د اسلامي امارت او موسساتو په همکارۍ ۸۸ بېلابیلې پروژې پلي شوي دي.
د نوموړي په وینا تیر کال د موسساتو او امارت په بودیجه د یو میلیارد او ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۸ پروژې پلي شوي چې ۵۲ یې تکمیل شوي او پر ۳۶ نورو کار روان دی، د ښاغلي مزمل په خبره ددې له جملې ۱۶ پروژې د اسلامي امارت په لګښت ترسره شوي چې ۱۸۶.۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
هغه وایي دغه پروژې د صحت، پوهنې، بیا رغونې، انکشاف، کډوالۍ، ښاري پراختیا او نورو بیلابیلو برخو کې پلي شوي دي چې زرګونه ځوانانو ته پکې په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.