د اسیا جام سیالیو لپاره د سوکوهنې ملي لوبډله سریلنکا ته روانه شوه.
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون ۷ کسیزه لوبډله، د سوک وهنې اسیا جام نړيوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن(یکشنبه) سریلانکا هېواد ته روانه شوه.
همدارنګه په دغې لوبډله کې ۵ تنه لوبغاړي او ۲ تنه روزنکي شامل دي.
ياده دې وي چې د سوک وهنې آسیا جام سیالۍ د سریلانکا هېواد په کوربه توب د روانې میلادي میاشتې پر ۱۲مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.