بنګله دېش کې د شیخ حیسنې د پخواني حکومت لوړپوړو غړو محاکمه پیل شوې
په بنګله دېش کې ځایي رسنیو د دغه هېواد د کورني جرمونو محکمې د څارنوال تاج الاسلم له قوله خبر ورکړی، چې د (غبرګولي ۴مه) د یکشنبې په ورځ د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د حکومت د یو شمېر لوړپوړو غړو محاکمه پیل شوې.
راپورونه وایي، د محاکمې دغه لړۍ د اتو چارواکو خلاف پیل شوې چې د انسانیت ضد خوځښتونو او د لاریونوالو په وژل کېدو تورن دي.
له دې ډلې څلور یې په یاد په بنګله دېش کې نشته او په غیابي توګه یې محاکمه کېږي.