ملګري ملتونه؛ د افغانستان ختیځ کې د زلزلې زیانمن جدي مرستې ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو په کمېدو د افغانستان ختیځ ولایتونه، چې وروستیو زلزلو پرې سخته اغېزه کړې، د بیارغونې لپاره کافي امکانات نه لري. د بشري اړتیاوو د ارزونې له مخې، یاده سیمه لږ تر لږه ۱۲۸ میلیون ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري.
یاد راپور چې د نړیوال بانک، اروپایي اتحادیې او آسیایي پراختیايي بانک په ګډه چمتو کړی، څرګندوي چې د بیارغونې چارې د مالي سرچینو د کمښت له امله په جدي ډول ټکنۍ شوي دي. د ارزونې ارقام ښيي چې تر زلزلې وروسته شاوخوا ۵۶ زره کورنۍ اغېزمنې شوې؛ چې له دې ډلې ۶۲۰۰ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۲۰۰۰ نور په سخت ډول زیانمن شوي دي. همداراز ۸۰ ښوونځي او ۲۲ روغتیايي مرکزونو زیانمن دي چې یوازې د کورونو د رغونې لپاره نږدې ۵۵ میلیون ډالرو ته اړتیا اټکل شوې ده او د تعلیم برخه څه باندې ۱۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي، سټیفن روډریګز، ویلي چې د دې سیمو اوسېدونکي له وړاندې د وچکالۍ، اقتصادي ستونزو او د کډوالو د ډلهییزو ستنو له امله له ډېرو فشارونو سره مخ دي. د هغه په وینا، تر اوسه چمتو شوې مرستې لکه لنډمهاله سرپناه او نغدي اسانتیاوې یوازې د لنډ مهال لپاره ګټه لري او د خلکو د عادي ژوند بېرته رغولو لپاره بسنه نه کوي.
روډریګز همداراز ویلي چې د یو مهم مرستهکوونکي له لوري د ۸۰–۹۰ میلیون ډالرو تمویل کمېدل ښايي راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې د ۴۰۰ څخه ډېر روغتیایي مرکزونه له فعالیت ولوېږي. ملګرو ملتونو سږکال د افغانستان بشري اړتیاوې ۳.۲ میلیارد ډالرو اټکل کړې، خو وايي چې تر اوسه یې د دې هدف نیمایي هم نه دی پوره شوی.
کارپوهان باور لري چې د مرستو په دوام کې هر ډول ځنډ به د ختیځو سیمو د زرګونو کورنیو حالت لا پسې خراب کړي، او د اوږدمهاله بیارغونې لپاره به جدي خنډونه رامنځته کړي.


