اسلامي امارت او ایران د افغان کډوالو د ستونزو حل پر لارو چارو بحث کړی.
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له استازي محمد رضا بهرامي او په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو وضعیت او د سیمې وروستي تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې له ایراني لوري غوښتي چې د افغان کډوالو له شتمنیو د ضایع کېدو مخه ونیسي او له زوریزو شړنو ډډه وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې د کوربه هېوادونو له خوا د افغانانو جبري ایستل د منلو نه دي، او غوره ده له کډوالو سره د اسلامي اصولو او انساني ارزښتونو پر بنسټ نرم چلند وشي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي د کابل او تهران ترمنځ د همکارۍ کچې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو د ناقانونه استوګنې د ستونزې د حل لپاره به له اسلامي امارت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
بهرامي زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او تمه ده چې د لا ژورې همکارۍ لپاره به د ایران لوړپوړي چارواکي په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.
په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د اسلامي امارت د کډوالو وزیر د ایران له لوري افغانانو ته د کاري ویزو ورکړه مثبت اقدام بللی او ویلي یې دي چې کابل به د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره یوه طرحه تهران ته وړاندې کړي.
مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی چې اسلامي امارت هېڅ وخت د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د کارونې اجازه نه ورکوي، او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې د اختلافاتو د حل لپاره د علماوو او متقابل تفاهم لاره خپله کړي.


