ملګري ملتونه د خبریالانو د خوندیتوب او عدالت د تامین غوښتنه کوي.
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د تضمین غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل؛ په نړۍ کې خبریالان لا هم له تاوتریخوالي، ګواښونو او بېعدالتۍ سره مخ دي او دا وضعیت د بیان او مطبوعاتو ازادۍ لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د ګوترېش په وینا؛ د وژل شوو خبریالانو د ډېرو پېښو څېړنه نه ده شوې او د عاملینو پر وړاندې قانوني ګامونه نه دي اخیستل شوي. هغه ټینګار وکړ چې هېوادونه باید د خبریالانو د وژنو او تاوتریخوالي په اړه بشپړې څېړنې وکړي، عاملین محاکمه کړي او د خبریالانو خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په خبره، د جګړو او سیاسي کړکېچونو په سیمو کې، په ځانګړې توګه په غزه کې، خبریالان د خپل مسلک پر مهال له مرګوني خطرونو سره مخامخ دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خبریالان له سختو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.


