هرات کې دوه تنه وسلهوال غله ونیول شول.
د هرات ولایت امنیتي ځواکونو د انجیل ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د وسلهوالو غلو یوه ډله نیولې ده.
د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د کشفي عملیاتو پر مهال دوه کسان نیول شوي چې له خلکو به یې موبایلونه او وسایط غلا کول.
له دغو کسانو څخه یوه میل تفنګچه، یوه بار وړونکې ریکشه او څو موبایلونه هم تر لاسه شوي دي. چارواکي وایي، نیول شوي کسان دا مهال د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي او څېړنې یې روانې دي.