غزني کې پنځو مېرمنو ته خپل شرعي حقوق سپارل شوي
د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د محتسبینو د هڅو په پایله کې په دې ولایت کې پنځو مېرمنو ته خپل شرعي حقوق سپارل شوي دي. د یاد ریاست مسؤلین وايي، دغه قضیې د ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونو او د مېرمنو د حقونو د تأمین لپاره د جوړ شوي قانون له مخې حل شوې دي.
تېره اونۍ د غزني محتسبینو د ۴۷ روغتیایي مرکزونو، ۳۵ تعلیمي مرکزونو، ۲۲ واده تالارونو، ۴۷ سلمانیو او ۱۹ ورزشي او تفریحي ځایونو مسؤلینو ته د وزارت اړوند قوانین اورولي او له هغوی یې غوښتي چې خپلې کړنې د ټاکل شویو اصولو سره سم ترسره کړي.
همدارنګه، د دې ولایت محتسبینو په ۵۹ بېلابېلو غونډو کې له خلکو غوښتي چې د ودونو، حج او عمرې او نورو خوښیو پر مهال د ناوړه دودونو څخه ډډه وکړي. په ۲۶ نورو اصلاحي ناستو کې چې نږدې درې زره کسانو برخه اخیستې وه، د مېرمنو د حقونو، د اولاد د روزنې، د والدینو د احترام، د نشه يي توکو د مخنیوي، او سوداګریزو کړنو د اسلامي اصولو له مخې د ترسره کولو په اړه لارښوونې شوي دي.