slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست او خصوصي تنظیفي شرکتونو له‌خوا هره ورځ له پلازمېنې څخه څه باندې ۱۵۰۰ متریک ټنه جامد کثافات راټولیږي او د ښار له سوېل لوېدیځ، د خاک جبار ولسوالۍ اړوند ګزک سیمې ته د خښولو په موخه لېږدول کېږي.

چارواکي وایي چې دا ټول کثافات هلته د روغتیایي اصولو په پام کې نیولو سره دفن کېږي، ترڅو د ښار پاکوالی وساتل شي او ښاریانو ته سالم او پاک چاپېریال برابر شي. ګزک سیمه له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د کثافاتو د خښولو لپاره ځانګړې شوې، او اوس هم د کثافاتو د مدیریت اصلي مرکز ګڼل کېږي.

خو ستونزې هم شته. په وروستیو کلونو کې یو شمېر هېوادوال، چې په ناقانونه ډول د ګزک سیمې ته نږدې مېشته شوي، د کثافاتو له ناوړه اغېزو شکایتونه لري. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست وايي چې هڅه کوي دې سیمو ته دوا پاشي وکړي، ترڅو د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

چارواکي زیاتوي، چې پخوا د کثافاتو د دفن لپاره په ګزک کې سلګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه، خو د شاوخوا سیمو د غصب له امله، اوس یوازې ۵۰۰ جریبه ځمکه د دې کار لپاره په واک کې پاتې ده.

کابل ښاروالۍ پلان لري چې د خلکو د همکارۍ په جلب سره د کثافاتو د لېږد چارې لا معیاري کړي. سربېره پر دې، له کثافاتو څخه د بیا ګټې اخیستنې او د انرژۍ د تولید په موخه د کورنیو او نړیوالو شرکتونو د پانګونې لپاره زمینه برابروي.

د تخنیکي څېړنو پراخې هڅې روانې دي، ترڅو د کثافاتو مدیریت ته یو معیاري سیستم رامنځته شي، چې له یوې خوا د کابل چاپېریالي ستونزې راکمې کړي، او له بلې خوا خصوصي سکتور ته د پانګونې او نوښت لپاره نوې دروازې پرانیزي.