هلمند کې د څهباندې لس میلیونه او څلور لکه افغانیو په ارزښت د مرکزي امارتي تېلو پمپ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د مرکزي امارتي تېلو پمپ چارې د دغه ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیریت په مالي لګښت او د صابر جبارخیل ساختماني شرکت سره په قرداد د څه باندي لس میلیونه او څلور لکه افغانیو په ارزښت پیل شوې. د دې ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیریت مدیر مولوي نېک محمد معتصم وایي؛ د یاد پمپ په جوړېدو سره به د دې ولایت د نفتو او ګازو د عمومي مدیریت په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. دا راز نوموړی د دغه پمپ د تېلو د ښه کیفیت پوره ډاډ ورکوي.
بلخوا بیا د صابر جبارخیل ساختماني شرکت ولایتي مسوول احسان الله حیدري د یاد پمپ د ساختماني چارو د نړۍوال معیار او ستنډرد ډاډ ورکوي او وایي چې په نړیوالو معیارونو برابره به یاده پروژه بشپړه شي.
دې پروژه کي به ۲۵۰ تنه کارکونکو ته مستقیم او غیري مسقیم د کار زمینه برابره شي او د یادې پروژې چارې به د څه باندي درېیو میاشتو په اوږدو کي بشپړې شي. د اسلامي مارت په بیا ځل واکمنېدو سره په دې ولایت کي ډ ېری د بیا رغوني پروژې په امارتي بودیجې سره بشپړې دي.