فراه ښار کې د شمالي او جنوبي کانالونو پاکولو کار روان دی.
د فراه د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۶ کیلومتره په اوږدوالي د شمالي او جنوبي کانالونو پاکولو چارې پیل شوي، چې له دې جملې ۱.۵ کیلومتره يې بشپړې شوې دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي محمد اسراییل سيار د کانالونو د پاکولو د روانو چارو له نږدې څارنې وروسته خپله خوښي څرګنده کړه او مسؤلینو ته یې د کار د چټکتیا لپاره لارښوونې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کانالونه د فراه ښار په مرکز کې د پېښو د مخنیوي لپاره د ملي ادارې او د بیارغونې کمېټې په ګډه همکارۍ د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت پاکېږي.