د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس شمالي ولايتونو ته د سفر په دوام د کندز ولايت له کرکټ بورډه او د بغلان ولايت له ورزشي ادارې او لیدنه کړې.
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په دوام د بغلان ولايت له ورزشي ادارې او ورزشي اماکنو ليدنه کړې او د دغه ولايت د ورزشي آمريت له کارکوونکو، د همکارو امارتي ادارو د دویمي واحدونو له استازو او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره ليدلي او د دوی ستونزې يې اورېدلې دي. د ورزش ادارې یاد پلاوی له بغلانه وروسته د همدې سفر په دوام د کندز ولايت له کرکټ بورډ لیدنه کړې او د دغه ولايت د کرکټ له لوبغاړو او د يادې ادارې له مشر ميرويس اشرف سره يې ليدلي. همدا رنګه په همدې سفر کې د ورزش ادارې مشر ښاغلي وثیق د بغلان ولایت د ورزش له ادارې هم لیدنه کړې.
ښاغلي وثيق د دې ولایتونو لوبغاړو ته په سپارښتنه کې وويل، چې خپلې هڅې جاري وساتي او لکه د ملي لوبغاړو په شان هېوادوالو ته د خوښۍ ورکولو سبب جوړ شي او په راتلونکې کې له نړیوالو ډګرونو برياوې راوړي.
مولوي احمد الله وثیق په دواړو ولایتونو کې له ځينو چارواکو سره لیدلي او د دواړو ولایتونو ورزشکارانو ته یې لازمې سپارښتنې کړې دي. د ورزش ادارې مشر په بغلان کې له ورزشکارانو سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې په خپلو کې دې د همغږۍ هېوادپالنې او ورزشي اخلاقو حدود وساتي، په خپلو ورزشونو کې دې خوارۍ کوي او له سمت پالنې او نژادي او تبعیضي ستونزو دې ځانونه وساتي.
د کندز په سفر کې هم یاد پلاوي له کندوز مېشتو لوبغاړو سره لیدلي او خبرې اترې یې سره لرلې دي. د ورزش ادارې د خبر له مخې په کندوز کې مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د کرکټ بورډ ادارې له مشر ميرويس اشرف سره ليدلي او د کرکټ په ډګر کې يې د هغوی بې درېغه هڅې ستايلي او ترڅنګ يې په نړيواله درجه بندۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مخکې تګ مبارکي هم ورکړې.