مجاهد؛ روسیې ته د مڼو په صادرولو به خپلو محصولاتو ته یو نوی بازار ومومو.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، چې له انارو وروسته روسیې ته د مڼو د صادراتو پیل یو مثبت او ګټور ګام دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې سره به افغان بڼوال د خپلو مېوو لپاره د خرڅلاو نوی او مناسب مارکېټ ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، د یوه خصوصي شرکت له لوري په لومړۍ جوپه کې د ۱۰۰ زرو ډالرو په ارزښت مڼې روسیې ته صادرې شوې.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم روسیې ته د انارو صادرات پیل شوي وو.


