slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د سفر د پای په مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره توديعي لیدنه کړې.

مېرمن اوتنبایوا د کتابونو د فستیوال په څېر د کلتوري پروګرامونو اهمیت یاد کړی او ویې ویلي یې دي چې دا ډول پروګرامونه د عامه ذهنیتونو په رڼا کولو، په ځانګړي ډول د ځوانانو د فکري روزنې په برخه کې مهم رول لري. هغې ټینګار کړی چې دغه پروګرامونه باید هر کال په دوامداره توګه وشي.

هغې د افغانستان ملي آرشیف او ملي موزیم د هېواد د تاریخي او کلتوري شتمنیو خزانه بللې او ډاډ یې ورکړی چې د یونسکو په همکارۍ به د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې او ارزښت لوړولو لپاره هڅې دوام وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د اسلامي امارت د تېرو څلورو کلونو لاسته راوړنې یاده کړې او زیاته یې کړه چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه، د اداري فساد له منځه وړل او د امنیت ټینګښت هغه مهم پرمختګونه دي چې افغانستان یې د یو پیاوړي مرکزي نظام پر لور بیولی دی.

خیرخواه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د کلتوري میراثونو ساتنه د وزارت د اساسي لومړیتوبونو برخه ده او دغه میراثونه یې د بشریت ګډه شتمني وبلله.