slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د شپږمې حوزې امنیتي ځواکونو څلور تنه هغه مهال لاس‌په‌لاس ونیول، چې له یو تن څخه یې د تفنګچې او چاقو په واسطه یو عراده زرنج موټرسایکل غلا کړی و.

یاده پېښه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د غورفو بازار په سیمه کې رامنځته شوې، چې له راپور سره سم مجاهدین سمدستي موقع ته رسېدلي، سیمه یې محاصره کړې او د دقیق تعقیب په نتیجه کې یې څلور کسان لاس په لاس نیولي دي.

نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا مهال د امنیتي ځواکونو  تر پوښتنو لاندې دي، او دوسیه‌یې د نورو قانوني څېړنو لپاره د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې عمومي مدیریت ته سپارل شوې ده چې وروسته به رسما عدلي او قضایي اورګانونو ته وسپارل شي.