د افغانستان د دفاع وزير قطر ته په رسمي سفر تللی
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد قطر ته په رسمي سفر تللی او هلته يې د دغه هېواد د دولت له وزير محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره لېدلي دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد په خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې دواړو لورو د کابل او دوحې ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا او همکاريو خبرې کړې او د قطر پر ملاتړ ټينګار شوی دی.
دغه سفر په داسې حال کې کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي له قطري وزير سره په ټيلېفوني خبرو کې د اسرائيلو له لوري د قطر پر پلازمېنه دوحه د شوي هوايي بريد غندنه کړې وه.
اسرائيلو تېرې سهشنبې په دوحه کې د حماس د غورځنګ پر مرکچي پلاوي هوايي بريد وکړ، چې د قطر دولت يې د خپل حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره نقض بللی او په کلکو ټکو يې غندلی دی.
دغه بريد د سيمې د ثبات لپاره جدي ګواښ بلل شوی او ګڼو هېوادونو او د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم پر هغه نيوکه کړې ده.