چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فراه ولایت محتسبینو د هغې نجلۍ د اجباري نکاح مخه ونیوله چې پلار یې غوښتل خپله لور د هغې له خوښې پرته، یوه (۷۰) کلن سپینږیري ته د زیاتو پیسو په بدل کې په نکاح ورکړي.
په تړاو یې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي عبد المجید صمیم وویل ، یاده (۱۸) کلنه نجلۍ چې د فراه ولایت د مرکز کوشیب د کلي اوسېدونکې ده، پلار یې غوښتل چې د زیاتو پیسو په بدل کې یې یوه (۷۰) کلن سپین ږيري ته، د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکړي، چې د محتسبینو له لوري د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه.