د امر بالمعروف وزارت ویلي، چې کابل کې محتسبینو د کوډګرو یوه خطر ناکه ډله نیولې
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پلازمېني کابل ښار محتسبینو د کوډ ګرو هغه ډله نیولې چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او دغه راز له عامو خلکو او په ځانګړې توګه له مېرمنو څخه یې د پیسو اخیستلو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.
په دې تړاو د پلازمېنې کابل ښار محتسبین وایي، چې د ساحوي همکارانو پر مټ یې د کوډګرو هغه خطر ناکه ډله د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولې چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې مېرمنې (بلک مېل) کولې او له هغوی څخه یې د پیسو تر څنګ ناوړه استفاده کوله نیولي، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي او زیاتوي چې د هېواد په کچه د کوډګرو د فعالیتونو د مخنیوي له پاره هڅې روانې دي او په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري.
بلخوا ځایي اوسېدونکو د محتسبینو شتون د ټولنې اصلاح او سمون له پاره اساسي اړتیا بولي او له هغوی غواړي چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له خرافاتو او شرکي عقایدو پاکه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو، په تېر یوه کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې (۹۳۵) تنه کوډګر نیولي دي.